IQNA

د راټګرز پوهنتون  اسلامی مرکز کې په ورانکارۍ امریکائي ښاریز اعتراف وکړ

9:21 - October 12, 2024
د خبر لمبر: 3489985
ایکنا - ایکنا – په  هغو اقداماتو کې چې د اسلام او مسلمانانو په ضد د نفرت خوړونې په لړ کې ترسره کیږي،امریکائي ښاریز په راټګرز پوهنتون کې د اسلامی مرکز په خرابولو  باندې اعتراف وکړ.

ایکنانیوز د القدس العربی  له قوله راپور راکړ،  د امریکا  دنیوجرسي ایالت یوه  کس  اعتراف کړی چې په راټګرز پوهنتون کې ئې د اسلامی ژوند مرکز شیان او  وسایل خراب کړي دي  او په دغه کار سره  د متحده ایالاتو دفیډرل قوانینو  خلاف ورزي ئې کړې  او دغه راز د اسلام په ضد د نفرت خورونې  اقدام ئې  هم کړی دی.

دغه اقدام په تیر اپریل کې  او د نیکمرغه روژې ا ختر سره په یووخت  شوی ؤ.

داپه داسې حال کې دي چې  د انساني حقوقو ډلې په غزې تړانګې او لبنان کې د صهیونیسټ رژيم د جنګ د پیل  له وخت راهسې د امریکائي مسلمانانو ، عربانو او یهودیانو په ضد د ګواښونو زیاتیدا په نظر کې لري.

په همدې ارتباط  د سیمې د څارنوال سلاکار  کریسټیّن کلارک ووئيل؛ دغه تورن  له اسلامه د ویرونې په انګیزې سره د نفرت خورونې  د اعمالو  مسئول ګڼل شوی دی.

د امریکا د عدليې وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې د ۲۴ کلن  ژاکوب بیچر په نامې سره تورن  د راتګرز پوهنتون  په اسلامی مرکز حمله کړې  او  هلته موجود وسایل  ئې مات کړي او اړئ ګړئ ئې جوړه کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې په دا وروستیو میاشتو کې په امریکا  کې د اسلامی مقدساتو او مسلمانانو په ضد توکمپال اونفرت خورونکي اقدامات  د اروپاپه څير مخ په زیاتیدا دي او  په  دغو تاؤتریخوالو کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبلې هم اوښتي او د جوماتونو پشمول مقدس ځایونو ته ډیر تاوانونه اوښتي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4241767

 

 

captcha